شنونکي ' ښځینه ځانمرګې بریدګرې او نوې وسلې پاکستان کې وسله وال ځواکمنوي'

دوه کسان ولاړ دي دروازې ته شا یې موږ ته.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه، د کوټې ښار په یوه څنډه کې ځايي اوسېدونکي د بلوڅ بېلتون غوښتونکو د برید یوه ورځ وروسته د یوه ویجاړ شوي بانک له دروازې ګوري.
د لوستلو وخت: 5 دقیقې

'په پوځي جامو کې، پر اوږو راځړېدلو ټوپکو سره، یاسمه بلوڅ او د هغې مېړه وسیم د هغه انځور لپاره کامرې ته موسکي دي چې د پاکستاني بېلتون غوښتونکو لخوا د دوی د وروستي ماموریت لپاره یې ویډیو چمتور کېږي چې بیا له ځانمرګو بریدونو وروسته خپره شوې ده.'

د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بي‌اېل‌اې) خبریالانو ته په لېږل شوي او په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه خپرو شويو انځور سره په یوه وینا کې ویلي: "دوی د دې کار لپاره تر پرېکړې مخکې، واده کړی و."

دا له هغو شپږو انځورونو او ژوندلیکونو یو و چې بي بي سي یې سم لاسي په خپلواک ډول پخلی نه شي کولی خو رویټرز خبري اژانس ته شنونکو ویلي، د دې ځوانانو جذبول د بېلتون غوښتونکو لخوا د تبلیغاتي هڅو پایله ده. دا تبلیغات پر طبیعي سرچینو د شتمن، سوېل لوېدیځ ایالت کې د دې غورځنګ فعال ښودلو او خلکو ورماتولو لپاره کارول کېږي.

تېر کال د پاکستان په ترټولو لوی خو دې بې وزله ایالت کې د بېلتون غوښتونکو بریدونه ریکارډ کچې ته ورسېدل، چې په سیمه کې د چین او امریکا د ګټو په ګډون د سترو پانګونو پر وړاندې یې د خطر ټلۍ وکړنګولې.

پراخ توکمیز رنګ

د پاکستان د کورنیو چارو مرستیال وزیر طلال چودري وايي، د ښځو مخ پر زیاتېدونکي شمېر د بېلتون غوښتونکو د لسیزو اوږدې جګړې لپاره د وسله والو د ګمارنو په چټکۍ کې مرسته کوي.

یوه ښځه پوځۍ جامه کې به هم روغتیايي جامو کې د ټپي کټ ته ولاړې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ۲۰۲۵ کال د مې پر ۲۳مه، د پاکستان د بلوچستان ایالت یوه روغتون کې هغه زده کوونکي تر درملنې لاندې دي چې د ښوونځي پر بس بمي برید کې ټپیان شوي وو.

چودري رویټرز خبري اژانس ته وویل: "دا دوی ته شهرت او د لاسرسي وړتیا وربخښي، او دا د دوی په ټولنه کې دا اغېز پرېږدي چې جګړه د دوی کورونو ته ننوتلې ده."

هغه زیاته کړه، پاکستان د خواله رسنیو له لارې د وسله والو د ګومارنو پراخېدو خبره څو وارې راپورته کړې ده.

د بي‌اېل‌اې ویاند په دې تړاو د خبرو غوښتنې ته ځواب ونه وایه.

یوه لوړ پوړي حکومتي چارواکي حمزه شفاعت وویل، درې ښځینه ځانمرګي بریدګرې د هغو شپږو ښځو په ډله کې وې چې د جنورۍ میاشت کې د دغه ډلې په ترټولو لویو بریدونو کې یې برخه اخیستې وه. دغو بریدونو کې ۵۸ کسان ووژل شول او دغه ایالت کې یې خبره بېړني حالت ته ورسوله.

شواهد ښیې چې له دې بریدونو مخکې، د بي ایل ای ټولټال پنځه ښځینه ځانمرګې بریدګرې وې، چې په ۲۰۲۲ کې یې لومړی دا ډول برید ثبت شوی و، په داسې حال کې چې په تېرو څو میاشتو کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې درې نور احتمالي بریدګر نیول شوي وو.

کویټه

د عکس سرچینه، Reuters

یو چارواکي بیا یوازې د یو لږ شمېر ښځو په اړه پوهېږي چې د بي اېل اې په لیکو کې راټولې شوي. شنونکي وايي چې دا ګومارنې د بلوڅ توکمو ترمنځ د دې ډلې پراخېدل ښيي.

د شخړو د څارنې اداره ( ACLED ) کې د جنوبي اسیا لوړ پوړې شنونکې پېرل پانډیا وویل: "د دغو اورپکو پراخ جذابیت اوس د نارینه وو تر واکمنۍ لاندې قبایلي او له فیوډالي مشرانو هاخوا د ټولنې لوی برخې ته غځېدلی دی."

'ترټولو وژونکې بېلتون غوښتونکې ډله'

د ښځو ګډون یو داسې غورځنګ پراخوي چې د پاکستان پوځ وايي په ۲۰۲۱ کال کې له ګاونډي افغانستانه د امریکايي پوځيانو تر وتلو وروسته هلته د پاتې شوو امریکايي وسلو لویې زېرمې ته د لاسرسي له لارې یې د خپلو وسله والو ځواک غښتلی کړی دی. افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي، له افغان خاورې هیڅ ډول وسله والې ډلې د نورو هېوادونو پر وړاندې فعالیت نه شي کولی او دا چې "پاکستان د خپلو امنیتي کمزوریو لپاره دا ډول څرګندونې کوي."

په سینګاپور کې د نانیاګ ټیکنالوژیک پوهنتون کې د وسله والو خوځښتونو او اورپکۍ چارو څېړونکی عبدالباسط وايي: "نن په جنوبي اسیا کې، بي‌اېل‌اې ترټولو منظم او خطرناکه بېلتون غوښتونکې ډله ده."

هغه د پوځونو د څار او زیانونو پېژندلو لپاره د ډرونونو د کارولو یادونه وکړه، او زیاته یې کړه چې دغه ډلې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې له ۴۰۰ د ډیرو سپرلیو سره د اور ګاډي د تښتولو پرمهال د سپوږمکۍ اړیکې کارولې.

د پاکستان پوځ ادعا کوي، د بلوچستان په وروستیو بریدونو کې له نیول شویو وسلو پرته، د تېر کال تر جون پورې یې ۲۷۲ امریکايي ټوپکونه او ۳۳ د شپې لید وسیلې ترلاسه کړې دي.

د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د جنورۍ له بریدونو مخکې رویټرز ته وویل، وسله والو ځواکونو "په پرلپسې توګه دا وسلې د هغو ترهګرو په لاس کې لیدل شوي چې په پاکستان کې دننه فعالیت کوي."

پنټاګون ټیک پر همدې تړاو چې د بلوڅ بېلتون پالو سره امریکایۍ وسلې دې دخبرو لپاره د رویټرزغوښتنې ته ځواب ونه وایه.

خو د سپینې ماڼۍ ویاندې انا کیلي وویل، "لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ ویلي، د جو بایډن د افغانستان ناسم وتل زموږ د هېواد په تاریخ کې ترټولو شرموونکې ورځ وه، چې په غمجن ډول د ۱۳ امریکایي سرتیرو د مړینې او طالبانو ته د تجهیزاتو د بایللو لامل شو."

هغې زیاته کړه، "موږ له بهرنیو حکومتونو سره د شخصي خبرو اترو په اړه بحث نه کوو."

چارواکي وايي، د جنورۍ په میاشت کې د ګڼو همغږو بریدونو په ترڅ کې، بېلتون غوښتونکو په روغتونونو، دولتي ودانیو او بازارونو بریدونه وکړل، بمونه یې والوځول او پر پولیسو او نورو حکومتي کسانو یې ډزې وکړې، چې ۵۸ ولسي وګړي او امنیتي چارواکي یې ووژل.

'په تاکتیکونو کې خطرناک پرمختګ'

د ۲۱۶ وسله والو چې امنیتي ځواکونو ویلي وو نږدې د یوې اونۍ په جګړه کې وژل شوي، دوی ترې د لاسي بمونو له راکټ لانچرو نیولې تر لسګونو M16 او M4 ټوپکونه ونیول.

په خپلواک ډول د دې پخلی نه دی شوی چې ګواکې په بي‌اېل‌اې بریدونو کې کارول شوې پېچلې وسلې په متحده ایالاتو کې جوړې شوې وې یا له بل ځایه وروړل شوې وې.

بلوچستان

د عکس سرچینه، Reuters

د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزارت ویلي، په افغانستان کې د ۷ ملیارد ډالرو په ارزښت په ۴۲۷,۳۰۰ تجهیزاتو او وسلو کې له۳۰۰,۰۰۰ ډیرې یې افغان ځواکونو ته ورکړل شوې وې.

دغه وزارت وویل، دا له ۴۲,۰۰۰ د ډېرو توکو لکه د شپې لید عینکې او د څارنې وسیلو سربیره شمېر دی.

بېلتون غوښتونکي هیله لري چې د ښځینه استخداموونکو په اړه تبلیغات به د دوی اغېز لا پسې پراخ کړي.

عبدالباسط زیاته کړه: "دوی ښځې په لویو بریدونو کې په ستراتیژیک ډول کاروي."

د پاکستان د ترهګرۍ ضد څانګې د ډسمبر په راپور کې چې رویټرز خبري اژانس لیدلی، ویلي چې دغه مېرمنې له بېلابېلو ټولنیزو-اقتصادي شالیدونو سره تړاو لري، چې ځینو یې پوهنتونې زده کړې هم کړي.

د ښځو د مخ پر زیاتیدونکي ګډون په اړه دوی وايي: "دا بدلون د ترهګرو په تاکتیکونو کې یو خطرناک پرمختګ ښيي."

هغه زیاته کړه، دا چاره د ذهنیت اړولو انلاین تندلارۍ او د زیان منونکو خلکو په ستراتیژیک ډول کارولو سره پلې کېږي.

د کړکېچ د څار شنونکې پانډیا وايي: "د اورپکو سرتیري او مشران دواړه اوس له منځنۍ طبقې راځي."