د طالبانو حکومت له یوه خصوصي شرکت سره د ۸۴۵ مېګاواټه برېښنا د تولید تړون لاسلیک کړ

د لوستلو وخت: 4 دقیقې

د طالبانو حکومت له یوه خصوصي شرکت سره د ۸۴۵ مېګاواټه برېښنا د تولید تړون لاسلیک کړ. له دې څخه به ۳۳۰ مېګاواټه برېښنا لمریزه او ۵۱۵ مېګاواټه به حرارتي برېښنا وي.

د دې پنځو برېښناکوټونو د جوړولو لګښت ۴۶۳ میلیونه ډالر اعلان شوی دی.

د افغانستان د برېښنا ملي شرکت (برښنا) مشر عبدالحق همکار د دې تړون د لاسلیک په مراسمو کې وویل، د عزیزي ګروپ شرکت په مټ به د ۸۴۵ مېګاواټه په ظرفیت کابل، پروان، غزني، بغلان او تخار ولایتونو کې پنځه برېښناکوټونه جوړ کړي.

هغه زیاته کړه چې په دې برېښناکوټونو کې تولیدېدونکې برېښنا نژدې د وارداتي برېښنا په اندازه ده او کلنی تولید به یې شاوخوا ۳.۷ میلیونه مېګاواټو ته ورسېږي.

ښاغلي همکار وویل، د کابل په نغلو کې د لمریز برېښناکوټ ظرفیت ۱۰۰ مېګاواټه دی، د پروان ولایت د باریکاب لمریز برېښناکوټ ظرفیت ۱۰۰ مېګاواټه، د غزني د لمریز برېښناکوټ ظرفیت ۱۳۰ مېګاواټه، د بغلان د ډبرو سکرو د حرارتي برېښناکوټ ظرفیت ۳۵۰ مېګاواټه او د تخار د ډبرو سکرو د حرارتي برېښناکوټ ظرفیت ۱۶۵ مېګاواټه دی.

هغه وویل چې د دې پروژو لګښت شاوخوا ۴۶۳ میلیونه ډالر دی، چې عزیزي ګروپ به یې تمویل کړي او د لمریزې برېښنا پروژې به په دوو کلونو او د ډبرو سکرو حرارتي برېښناکوټونه په دوه نیم یا درېیو کلونو کې بشپړ شي.

د ښاغلي همکار په وینا، د دې پروژو په عملي کېدو او ګټې اخیستنې سره به زرګونو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه پیدا شي.

د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزی په دې مراسمو کې وویل، برېښنا د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د پرمختګ لپاره خورا مهمه ده.

هغه زیاته کړه چې د دې برېښناکوټونو ټول تجهیزات پېرل شوي دي.

په ګاز چلېدونکی ۳۰۰۰ مېګاواټه برېښنا تولیدوونکی حرارتي برېښناکوټ

ښاغلي عزیزي وویل، اوس مهال زرګونه فابریکې په کابل او نورو ښارونو کې فعالیت لري، خو دا فابریکې له برېښنا پرته او په جنراتورونو کار نه شي کولی.

هغه وویل که برېښنا برابره شي، زرګونه نورې فابریکې به فعالې شي او میلیونونه خلکو ته به د کار موکې پیدا شي.

هغه وویل، پلان لري په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې له بشپړېدو وروسته، په ګاز چلېدونکی او ۳۰۰۰ مېګاواټه برېښنا تولیدوونکی یو حرارتي برېښناکوټ جوړ کړي.

د طالبانو حکومت د معادن او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري په دې مراسمو کې وویل اوس مهال د هرات د ټاپي پروژې ساختماني کارونه ښه روان دي او ژر به بشپړ شي.

ښاغلي بدري له پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې د معادن استخراج او د تېلو او ګاز د زېرمو د اکتشاف او استخراج په برخه کې پانګونه وکړي.

هغه زیاته کړه چې افغانستان د تېلو او ګاز زېرمې لري او د دې په کشفولو به د افغانستان اړتیاوې په مناسب ډول پوره شي.

د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس آخندزاده په دې مراسمو کې وویل د طالبانو حکومت او خصوصي سکتور ګډې هڅې د افغانستان د ځان بسیا کېدو لپاره ګړندۍ شوې دي.

ښاغلي آخندزاده وویل د هر بل وخت پرتله اوس افغانستان کې دړ پانګونې لپاره فرصتونه شته او پانګوال په هره برخه کې پانګونه کولی شي.

پر انرژۍ ۱۰ میلیارد ډالره پانګونه

عزیزي شرکت د ۲۰۲۵ کال اګست میاشت کې په افغانستان کې د ۱۰،۰۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید تفاهم‌لیک لاسلیک کړ.

په هغه وخت کې د دې پروژې ارزښت ۱۰ میلیارده امریکایي ډالر اټکل شوی و او د افغانستان د تاریخ تر ټولو لویو پانګونو ګڼل شوې وه.

د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي وروسته بي‌بي‌سي ته وویل، د ۱۰ میلیارده ډالرو پانګونې لویه برخه به په افغانستان کې د برېښنا پروژو لپاره له اروپا او چین څخه د تجهیزاتو او فابریکو پر رانیولو ولګول شي.

ښاغلي عزیزي وویل: "له ۱۰ میلیارده ډالرو شاوخوا دوه نیم میلیارده به په افغانستان کې مصرف شي."

افغانستان د برېښنا له سخت کمښت سره مخامخ دی او اوس، سالنګ کې د وارداتي برېښنا پرې کېدو له امله، د دې هېواد پلازمېنه کابل ډېری شپې تیاره وي.

کابل ښار زر مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري او برېښنا شرکت اوس مهال یوازې د ۴۰۰ تر ۵۰۰ کیلوواټه برېښنا وړاندیز کولی شي، چې ډېره برخه یې له ازبیکستان او تاجکستانه وارداتي برېښنا ده.

د برېښنا شرکت د معلوماتو پر اساس، افغانستان ته په کال کې د ۵،۰۰۰ مېګاواټه برېښنا اړتیا ده، خو اوس مهال افغانستان یوازې شاوخوا ۹۶۰ مېګاواټه برېښنا لري چې له دې څخه یوازې ۳۵۰ تر ۴۰۰ مېګاواټه له کورنیو سرچینو برابرېږي.