د مسلمان بندي برید کې میندواره مېرمن وژل شوې

د عکس سرچینه، Social media-twiter
سخت دریځي بندي فرانسوي میکاییل چیولو د خپل ژوند د شریکې حنان ابو الهنا د لیدو په پلمه زندان کې له وخته ګټه واخیسته او د زندان پر ساتونکي یې برید وکړ، هغه یې ټپي کړ، خو خپله میندواره مېرمن یې پکې ووژل شوه.
نوموړي د برید پر مهال مېړه او مېرمن یې د "الله اکبر" نارې وهلې.
چیولو څنګه مسلمان شو او له یو قاتل مجرم څنګه پر یوه "جهادي" واوښت؟
د جرمونو تاریخ
۲۷ کلن میکاییل د تښتونې، قتل، غلا او اسلامي سخت دریځۍ په ګډون په ګڼو نورو تورونو مجرم بلل شوی و او ۳۰ کاله بند پرې ختلی.
چیولو نه یوازې د دوو پولیسو په چړو وهلو مجرم پېژندل شوی، بلکې تښتونه، قتل او غلا کې هم په لاس لرلو تورن شوی.
ویل کېږي نوموړي په ۲۰۱۲ کال په هغه جرم کې په ۲۰ کلنۍ مجرم پېژندل شوی و، چې ده او ملګرو یې ۸۹ کلن روجر تارال د غلا لپاره وتښتاوه. روج رتارال له هالوکوسټ یوازېنی ژغورل شوی کس و.
روجر تارال د دویمې نړیوالې جګړې پرمها د فرانسې د مقاومت اتل ګڼل کېده. دی د نازیانو په یوه پوځي کمپ کې بندي و، خو په تېښته بریالی شوی و.
چیولو او ملګرو یې هغه تر مرګه زندۍ کړی و او ټول میډالونه او ۳۰۰ نغدې یورو یې ترې غلا کړې وې.
د هغه وکیلان وايي، په زلمیتوب کې هغه له دماغي ګډوډۍ ځورېده، که څه هم ذکي او زدکوونکی و، خو خپل پلرنی کور یې پرېښی و.

د عکس سرچینه، AFP
د زندان د برید جزییات
د فرانسې شمال "کوندي سور سارت" النسون زندان کې د بندیانو لپاره کورنۍ بندخونې هم شته، چې بندي مېړه او بندۍ مېرمنې ته یې د یو ځای اوسېدو اجازه ورکول کېږي.
د فرانسې د عدلیې د وزیرې نیکول بیلوبیټ په وینا، د چیولو مېرمنې حنان ابو الهنا ځان په ناروغۍ وهلی و، دوه ساتونکي یې خپلې خونې ته ورغوښتي وو، له فرصته په ګټې اخیستو چیولو په چړې د ساتونکي پر سینه برید وکړ او بل یې پر شا او مخ خوږ کړ.
خو په برید کې د چیولو میندواره مېرمن ووژل شوه او پولیس ټپیان شول.
د زندان یوه چارواکي ویلي: "رښتیا دا د قتل هڅه وه، هر ځای وینې وې او د کورنیو بندخونې د جګړې ډګر ګرځېدلی و". "چیولو یو سخت دریځی اسلامپال دی او پر پولیسو د برید پرمهال یې د الله اکبر نارې وهلې."
پاریس کې د ترهګرۍ اړوند قضیو قاضیانو ویلي، باوري دي چې بندي له سرامیک جوړې شوې مصنوعي چړې په مټ پر ساتونکو برید کړی.
د فرانسې لوی څارنوال ریمي هایټز ویلي، بندي منلې ده چې دا برید یې په تېره ډیسمبر کې د سټراسبورګ د برید ګر شریف شیکات د وژلو په غچ اخیستو کې کړی.

د عکس سرچینه، Getty Images
مسلمانېدل
چیولو په ۲۰۱۰ کال مسلمان شو و او ترې مخکې هېڅ کومې ایډیالوژۍ اغېز نه پرې درلود، خو د روجر تارال د وژنې له پېښې او زنداني کېدو وروسته، د هغه وضعیت بدل شو او له سخت دریځو اسلامپالو سره نژدې شو او لا ډېر سخت دریځی شو.
د چیولو وکیل سیدریک دماګني ویلي، موکل یې مخکې د دین په کیسه کې نه و او یو لا ابالي انسان و.
خو د محکمې په دویمه ناسته کې هغه لا ډېر خپل ځان وښود، سخت دریځو بندیانو پرې ډېر اغېز کړی و.

د عکس سرچینه، AFP
څېړنې
څېړنډلې هېڅ داسې اوسپنیز څه نه دي موندلي چې ګني چیولو دې چړه ترې جوړه کړې وي او نه یې هم د سرامیک ټوټه موندلې، خو ویل کېږي چې ښايي د هغه مېرمن حنان د خپل مېړه د لیدو پرمهال له ځانه سره یوڅه وړي وي.
اوس پوښتنې را پورته شوې چې ولې د حنان د اوسېدو خونه سمه نه ده پلټل شوې؟ او ولې یو مشهور سخت دریځی مجرم بندي په ټینګ امنیتي زندان کې اچول شوی؟
غبرګونونه
د پولیسو په چړو وهلو له دې پېښې وروسته د زندان ۱۸ ساتونکو د څپ څپانده کاري چاپېریال په اړه لاریون کړی. لاریونیانو د موټرو ټایرونو ته اور اچولی چې په دې سره غواړي خپل شکایت مسؤولې ادارې ته ورسوي.
دا لومړی ځل نه دی چې سخت دریځي بندیان پر پولیسو برید کوي. په "کوندي سور سارت" کې یوه چارواکي ویلي، لاریونیان قهرېدلي؛ ځکه چې موږ له ډېر وخت راهیسې د دا ډول پېښې لپاره څک وو.


















