تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بريتانيا لومړی وزير او د روغتيا وزير پر کورونا وېرویس اخته شوي
د بريتانيا حکومت وايي د دغه هېواد لومړی وزير بورېس جانس د کورونا پر وېروس اخته شوی دی.
د بريتانيا د روغتيایي ادارې له طبي ازموينې وروسته معلومه شوې چې نوموړی د کورونا وېروس لري، خو نښې يې جدي نه دي او اوس يې ځان په خپل کور کې ګوښه کړی دی.
د حکومت له خوا په يوه بيانيه کې راغلي چې نوموړی به د کورونا وېروس د دې بحران اداره کولو کې د دولت مشري کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د بريتانيا د روغتيا وزير مټ هېنکاک هم په کورونا وېروس اخته شوی دی. د نوموړي د کورونا وېروس نښې هم جدي نه دي او اوس په خپل کور کې قرنطين شوی دی.
لومړي وزير بورېس جانسن پر ټوېټر پاڼه ليکلي، ''په تېرو څلورويشتو ساعتونو کې مې لږ نښې درلودې. د کورونا وېروس ازموینه مثبته شوه، ما اوس ځان ګوښه کړی، خو د دې وېروس سره د مبارزې په موخه به زه د ويديو کنفرانس له لارې د حکومت د ځواب مشري کوم''.
ښاغلی جانسن په وروستي ځل د پنجشنبې پر ورځ د لومړي وزير د دفتر مخې ته ليدل شوی و چې د روغتياپالانو څخه د مننې په پاره یې لاسونه پړکول. همدا ډول، نوموړي له ټولو هغو کسانو هم مننه وکړه چې له کورونو کار کوياو له يوه کوره بل کور ته د دغه وېروس د خپرېدو مخنيوی کوي.
ښاغلی جانسن به د حکومت مشري کوي خو تېره اوونۍ د نوموړي وياند ویلي وو که لومړی وزير د ناروغۍ له امله نشي کولی خپل مسوليت ترسره کړي، په دې صورت کې به د بهرنيو چارو وزير ډومنېک راب د حکومت چارې پر مخ وړي.
دا په داسې حال کې ده چې د وېلز ۷۱ کلن شهزاده چارلس هم په کورونا وېروس اخته شوی و. د يوه وياند په وينا ''اوس يې روغتيايي حالت ښه دی''.
د وروستيو شمېرو له مخې په بريتانيا کې ۱۱۶۰۰ کسان په کورونا وېروس اخته دي او ۵۷۸ کسان ترې مړه شوي.