پر ودنی ژوند د میاشتني عادت د پړاو د بندېدو اغېزې

- Author, شازیه حیا
- دنده, بي بي سي
- د لوستلو وخت: 5 دقیقې
دوه اوونۍ کېږي چې وایي، میاشتنی عادت (پریوډ) یې دی او خونریزي لري.
خو دا ځل یې د تېرو کلونو پرتله حیض بې نظم دی.
زرمینه وایي: "یوه ورځ ښه یم او غسل وکړم خو بله ورځ بیا بې درېغه خونریزي راته پیدا شي".
د ۴۴ کلنې زرمینې په مخ کې ګونځې ښکاري او وېښتو کې یې سپین تارونه معلومېږي.
دغه افغانه مېرمنه د لندن په لوېدیځ کې ژوند کوي. له واده یې ۲۳ کاله تېرېږي.
دوه میاشتې مخکې زرمینه پلارګنۍ کره افغانستان ته تللې وه.
په خبره یې کابل کې هم یوه اوونۍ ښه وه او بله به بیا پریوډ وه.
کله چې لندن ته بېرته راغله نو مېړه یې دا ډاکټره بوتله.
زرمینه وایي، ډاکټرې ورته ویل چې ټولې نښې یې د پري مېنوپاز (د میاشتني عادت د بندېدو پیلامه) دي.
مېړه یې زرمینې ته وویل چې د ډاکټر په خوله دا کومه خونریزي چې لرې، دا پریوډ نه دی بلکې پري مېنوپاز یا له مېنوپازه د مخکې دورې پیل دی چې کله نا کله ښځو ته دا ډول بې نظمه خونریزي پیدا کېږي.
" ته وچه شوې"
زرمینې د لومړي ځل لپاره دغه کلمه اورېدلې وه نو له مېړه یې وپوښتل چې "مېنوپاز څه دی؟"
مېړه یې په وچ غږ وویل" ته وچه شوې".
زرمینه وایي: "غلې شوم او فکرونو کې ډوبه شوم."
"وچه ښځه یعنې شنډه؟ اولاد نه شي راوړلی او مېړه ته نوره زړه ده. ټولو ته زړه ښکاري".
زرمینه وایي، سربېره په دې چې ډاکټرې او مېړه یې دا ښه پوهه کړه خو وایي، تراوسه یې زړه نه مني چې پري مېنوپاز کې ده.
"خبره یې ډېره وچه وه، ځان مې غلی کړ، څه مې ویلي وی؟ د خولې خوند مې تریخ و او بدن مې ګرم، که څه هم سوړ منی دی، خو زما سخته ګرمي کېده."
د زرمینې په خبره ځان داسې احساسوي لکه د ژوند له یوه نامعلومه پړاو سره مخامخېږي چې نوې لوړې او ژورې به لري.
په افغان ټولنه کې د میاشتني عادت په ګډون د ښځو د ژوند د طبیعي پړاوونو په اړه ډېرې خبرې نه کېږي او ان شرم
ګڼل کېږي. له همدې کبله ډېر کم خلک په دې پوهېږي چې په کوم سن کې میاشتنی عادت پیلېږي او بیا په څو کلنۍ کې مېنوپاز یا د میاشتني عادت پړاو ختمېږي.
زرمینه وایي، تر ټولو لوی ډار یې دا دی که خسرګنۍ یې خبره شي دا وچه" شوې نو بیا به څه وایي!
په افغان ټولنه کې کله چې د یوې مېرمنې د میاشتنې عادت پړاو ختمېږي نو ځینو ځایونو کې هغه مېرمنه د "وچه شوې" اصطلاح باندې یادېږي، هغه اصطلاح چې ډاکټران وایي، منفي بار لري او باید ونه کارول شي.
دا هغه "بده ټاپه" ده چې د زرمینې په خبره زړه او ژوند یې له وېرو ډک کړی دی.
د زرمینې مېړه لندن کې موټر چلوونکی دی او ډېرې لوړې زدکړي نه لري، خو ژبه یې زده کړې.
زرمینه وایي، دوه ورځې له دې خبرې تېرې شوې او مېړه یې ته وویل: "زه بیخي سمه مریضه شوې یم، دا سم میاشتنی عادت دی، زه به ولې وچېږم".
زرمینې له دې خبرې سره نور ډاکټرې ته له تګه هم پښېمانه شوه.
"ډاکټرې ته نه ځم، هر څه چې وي په ځان یې تېروم. غوسه راځي، خلق مې په تنګ وي او کله وارې ځان دردي هم لرم خو ډاکټر ته نه ځم."
خو ډاکټران وایي، ښځې د میاشتني عادت د پړاو د ختمېدو په لومړیو کې کله نا کله بې نظمه خونریزي لري خو دا میاشتنی عادت نه دی. دا مېنوپاز ته د نژدې کېدو یوه نښه ده.
د زرمینې ژوند دلته په لندن کې د خپلې وېرې او په افغان ټولنه کې د مېنوپاز په اړه د شته ناسمو فکرونو له کبله اغېزمن شوی، هغه اغېزه چې ځینې پېغلې نجونې هم تجربه کوي.
" که ژر واده ونه کړم نو وچه به شم"

له لندنه څو زره کیلومتره لېرې په کابل کې ۳۵ کلنه راضیه هم اوس خپلې راتلونکې ته په اندېښنو ده.
دا وایي، تر دې دمه یې واده نه دی شوی. "په کور پاتې، پخې، زړې" په ناسمو نومونو هسې هم یادېږي خو اوس وېره له دې لري
که یې ژر واده و نه شي نو " شنډه یا وچه" به شي.
"هره ورځ دې ته فکر کوم که مې واده وشي خدای خبر زما به اولاد وشي او که نه، ټول وایي، په دې عمر کې د چا اولاد نه کېږي، ښځه زړېږي. هره میاشت بس دې ته انتظار کوم چې میاشتنی عادت مې شي بیا ځان ته لږه ډاډګېرنه ورکوم چې ځه ښه ده لا خو مریضېږم نو شاید اولاد مې وشي".
راضیه وایي، ما د ښځو د "وچېدو" په اړه دومره نه دي اورېدلي.
"دومره پوهېږم که دې عمر ډېر شي او مریضي دې ختمه شي نو وچه یې، اولاد دې نه کېږي".
راضیه وایي، کله په دې خپه شي چې "ولې خدای دا نجلۍ پیدا کړې".
"زموږ خلکو کې یو متل دی وایي، نارینه په لویه ورځ پیدا دي. رښتیا هم ده. د ښځو ژوند سخت دی. زه ژوند کې سل غمه لرم خو کله چې دې ته فکر کوم چې عمر مې په تېرېدو دی او دا وېره لرم چې کېدای شي یوه ورځ شنډه شم. نو دا مې خپه کوي."
مېنوپاز د ښځو د ژوند طبیعي پړاو

د عکس سرچینه، Getty Images
مېنوپاز یا د میاشتني عادت پړاو درېدل د هرې ښځې د ژوند یوه طبیعي مرحله ده.
ډاکټران وایي، په ښځو کې مېنوپاز یو دم نه پیلېږي، بلکې له دې وړاندې یو بل پړاو وي چې هغه ته پري مېنوپاز ویل کېږي.
د ډاکټرانو په خبره په دې وخت کې د ښځې هورموني کچه بدلېږي او د زېږون وړتیا ورو ورو کمېږي.
دا پړاو هغه وخت پیلېږي چې د بدن هورمونونه لکه: سټروجن، پروجېسټېرون، فولیکل-تحرک ورکوونکی هورمون، لوټینایزینګ هورمون او د ټسټسټېرون کچه کې بدلون راځي.
د دغې مرحلې ځینې عامې نښې دا دي:
- نا منظم حیض
- تودې څپې یا د شپې خولې کېدل
- د تمرکز ستونزه
- اضطراب یا خراب مزاج
- د خوب ستونزې
- د جنسي تمایل کمېدل
- د ښځو د جنسي اندام وچوالی
د روغتیا نړیوال سازمان وایي، دا نښې ممکن د عمر۳۰ مې لسیزې په پای کې ورو ورو پیل شي او ډېری ښځې تر ۴۵ کلنۍ پورې دې پړاو ته ننوځي.
داکټران وایي، میاشتنی عادت (حیض) بیا ورپسې د میاشتنې عادت د پړاو ختمېدل د هرې ښځې د ژوند داسې یوه طبیعي برخه ده چې په منلو او پرې ځان پوهولو سره یې دا مرسته کېدای شي چې هره ښځه او نر دا ومني او په دې پړاوونو کې د هرې ښځې سم ملاتړ وشي.
ډاکټران ټینګار کوي چې هره ښځې دې د پري مېنوپاز او مېنوپاز دورې په وخت کې له اړوند ډاکټر سره خبرې وکړي او
روغتیایي سلا مشورې واخلي.
ډاکټران وایي، د میاشتني عادت د پړاو درېدل په هرې ښځې راځي، دا طبیعي پړاو دی خو ټینګار کوي چې د کورنۍ غړي باید په دې برخه کې ځان پوه کړي او له مېنوپازه تېرېدونکې مېرمنې سره د دې د اړتیا پر بنسټ خپلې تمې او چلند برابر کړي.


















