خارګ ټاپو: د ایران د تېلو صادراتو د مرکز په اړه څومره پوهېږئ؟

    • Author, فرزاد صیفي‌کاران
    • دنده, بي‌بي‌‌سي
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي د هغه په امر د متحده ایالاتو مرکزي قومندانۍ په منځني ختیځ کې د تاریخ له تر ټولو قوي هوايي بریدونو یو ترسره کړی او د خارګ ټاپو ټول پوځي اهداف، چې د ایران له مهمو شتمنیو ګڼل کېږي، په بشپړ ډول له منځه وړل شوي دي.

ښاغلي ټرمپ دغه پیغام په خپله ټولنیزه شبکه تروت سوشال کې خپور کړ او لیکلي یې دي چې تر اوسه یې "د انساني او اخلاقي دلایلو له مخې پرېکړه کړې وه چې د دې ټاپو د نفتو زیربناوې هدف ونه ګرځوي."

له هغه وخت راهیسې چې د امریکا او اسرائیل جګړه له ایران سره پیل شوې، د منځني ختیځ په بېلابېلو سیمو کې د تېلو چاڼځایونو او د نفتو زېرمتونونه د بریدونو له مهمو هدفونو ګرځېدلي دي.

د اسرائیلو پوځ تر اوسه په تهران کې د ري، شهران او اقدسیه د نفتو پر زېرمتونونو او همدارنګه د کرج د فردیس پر زېرمتون بریدونه کړي دي. د اسرائیلو پوځ ویلي چې د دغو بریدونو هدف هغه د سونتوکو زېرمتونونه وو چې د ایران حکومت یې "د پوځي تاسیساتو د فعالولو لپاره کارول."

ایران هم په دې لړ کې لاس تر زونې نه دی پاتې شوی او د فارس خلیج د څو هېوادونو د تېلو پر تصفیې کارخانو او زېرمتونونو یې بریدونه کړي دي.

خو اوس، د خارګ ټاپو له برید وروسته، داسې اټکلونه زیات شوي چې ښايي امریکا د دې ټاپو د نیولو هڅه وکړي. دا هغه ټاپو دی چې د ایران تر ټولو لوی د نفتو زېرمتونونه پکې دي او د ایران د خامو تېلو شاوخوا ۹۰ سلنه صادرات هم له همدې کوچني ټاپو ترسره کېږي.

د روان کال لومړیو کې د ۱۲ ورځنۍ جګړې له پیل مخکې هم د خارګ ټاپو نوم د اسرائیلو د احتمالي هدفونو له ډلې یاد شوی و.

دا ځل د خارګ ټاپو ته هغه مهال ډېره پاملرنه واوښته چې د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر او د دې هېواد د اصلي مخالفې ډلې مشر یائیر لاپید د تهران او کرج د نفتو پر زېرمتونونو له برید یوه ورځ وروسته په ایکس شبکه کې ولیکل:

"اسرائیل باید د خارګ ټاپو کې د ایران ټول د نفتو میدانونه او د انرژۍ صنعت له منځه یوسي. دا هغه کار دی چې د ایران اقتصاد به ونړوي او حکومت به نسکور کړي."

د اسرائیلو د بریدونو په غبرګون کې پر ایران د تېلو د زېرمتونونو، د جمهوري غوښتونکي سناتور لینډزی ګراهام له لوري، اسراییل ته په دې غږ وشو چې "د هدفونو په ټاکنه کې دقت وکړي". هغه په ټولنیزه شبکه ایکس کې ولیکل:

"زموږ هدف د ایران خلکو آزادول دي په داسې ډول چې هغوی ته د دې فرصت له منځه ولاړ نه شي چې د دې رژیم د ړنګېدو وروسته نوی او غوره ژوند پیل کړي. د ایران د نفتو اقتصاد د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره حیاتي اهمیت لري."

د امریکایي خپرونې اکسیوس د مارچ پر اومه راپور ورکړ چې د امریکا دولتي چارواکو ورته ویلي، "د خارګ ټاپو د نیولو په اړه بحثونه شوي دي."

څلوېښت کاله مخکې هم، ډونلډ ټرمپ د بریتانیا ورځپاڼې "ګارډین" سره په مرکه کې د ایران او عراق د جګړې په اړه ویلي وو چې که ایران پر امریکا برید وکړي، د خارګ ټاپو د نیولو امکان شته.

د ایران او عراق په چارو کې د پنتاګون پخواني لوړپوړي مشاور مایکل روبین تېره اونۍ د پولیتیکو خپرونې ته ویلي چې د خارګ ټاپو د اهمیت او نیولو په اړه له د ټرمپ د ادارې چارواکو سره په تماس کې و. هغه باور لري چې:

"که ټرمپ وغواړي د ایران پر وړاندې فشار له توغندیزو بریدونو او بمبارۍ څخه هم پورته زیات کړي، د خارګ ټاپو نیول کولای شي د ایران حکومت د خلکو د کنټرول لپاره د یوې مهمې مالي سرچینې له لاسه محروم کړي."

د هوسیو ټاپو او د نفتو تاسیسات

خارګ د د مرجانو یو ټاپو دی چې یوازې ۲۰ کیلومتره مربع مساحت لري او په جنوب لوېدیځ ایران کې موقعیت لري، چې د ایران په اداري وېش کې د بوشهر ولایت پورې اړه لري. دلته هوسۍ د نفتو د تاسیساتو ترڅنګ ګرځي. دغه ټاپو د هوسیو د ژوند او زېږېدنې لپاره مناسب ځای دی. څو کاله وړاندې هوسۍ دې ټاپو ته راوړل شوي او د وروستیو راپورونو له مخې د هوسیو شمېر د ټاپو له ظرفیت زیات شوی دی.

خارګ ټاپو د ایران لپاره اقتصادي ارزښت ډېر لوړ لري، په ځانګړي توګه د نفتو د صادراتو له نظره، ځکه چې خارګ د ایران د نفتو د صادراتو اصلي ترمینل دی.

خارګ د هېواد د سوځېدونکو نفتو په سوېلي سیمو کې د نژدېوالي، د سمندري موقعیت ښه والي او د لویو نفتو ټانکرونو لپاره کافي ژوروالي له امله، د خامو نفتو د صادراتو او بارولو لپاره تر ټولو مناسب ځای ګڼل شوی دی.

خارګ د ایران د نفتو په میدانو کې د مرکزي ځای په توګه ګڼل کېږي، له همدې امله د خارګ تر ټولو مهمه ځانګړنه د نفتو د ذخیره کولو او صادراتو لپاره د غوره ځای لرل دي.

د ابوذر (اردشیر) نفتو میدان، چې د ایران تر ټولو لوی سمندري نفتو کمپلکس دی، د خارګ له لوېدیځه ۷۵ کیلومتره لرې موقعیت لري. د ایران ډېره برخه خامه تېل د فارس خلیج له دې میدانه تولیدېږي.

د ایران د نفتو د چاڼ شرکت د معلوماتو له مخې، په خارګ ټاپو کې له ۴۰ زیات د خامو نفتو زېرمتونونه شتون لري چې د ټول ظرفیت یې له ۲۰ میلیونو بشکو څخه ډېر دی. د سوېلي سیمو د نفتو خام تولیدات د سمندري لاینو له لارې د خارګ ټاپو د زېرمو پر مخ انتقالېږي.

په ۱۴۰۲ کال کې، د ایران د نفتو د چاڼ اجراییه رییس عباس غریبي د خارګ ټاپو د زېرمو ظرفیت د ۲ میلیونو بشکو په اندازه زیاتیدو خبر ورکړ.

په خارګ کې یوازې تېل نه ذخیره کېږي، بلکې د صادراتو لپاره د خامو نفتو سنجش، اندازه‌ګیري او تفکیک هم ترسره کېږي.

ایران د برجام تړون له لاسلیک وروسته، چې د لنډې مودې لپاره یې د نفتو تولید زیات کړ او پلور یې پیل کړ، پرېکړه وکړه چې د نفتو زېرمتونونه پراخ کړي. خو له دې امله چې خارګ ټاپو محدوده ځمکه لري او هوا یې ډېری وخت توپاني او نامناسبه وي، نو په ۱۳۹۵ کال کې د بوشهر ولایت په ګناوه ښارګوټي کې، د خارګ د ملاتړ لپاره د ۱۰ میلیونو بشکو ظرفیت لرونکی د امید د خامو نفتو زېرمې پروژه پیل شوه.

د ګناوه د امید د خامو نفتو زېرمتونونه ویل کېږي چې د خصوصي سکتور تر ټولو لوی د نفتو د زېرمې مجموعه ده.

خارګ ټاپو په ختیځ او لوېدیځ کې دوه د بېړیو تمځایونه یا اسکله لري. د ۱۳۳۷ کال په اوږدو کې، د نفتو کنسرسیوم سره د تړون وروسته، د خارګ ټاپو د بارولو اسکلو او د خامو نفتو د زېرمو د جوړولو پروژه پیل شوه.

ختيځه اسکله چې د خارګ لومړۍ او زړې اسکله ده، د T په بڼه ده او په یوه وخت کې د شپږو تېل ایستونکو د بارولو وړتیا لري، چې ټول ظرفیت یې ۲۷۵ زره ټنه دی.

آذرپاد اسکله چې د ټاپو په لوېدیځ کې او له ساحله نژدې ۱۴۵۵ متره لرې په سمندر کې موقعیت لري، څلور د بېړۍ د تمېدو ځای یا بندرګاوې لري. له دې اسکله څخه تېل ایستونکې بېړۍ تر ۵۰۰ زره ټنه ظرفیت پورې د نفتو د بارولو او انتقال لپاره کار اخلي.

خارګ ټاپو یوه کیمیاوي لابراتوار هم لري چې د خامو نفتو کیفیت په دوامداره توګه کنټرولوي. دغه لابراتوار د نړیوالې ISO/IEC17025 تصدیقنامه لري او د ایران د نفتو پایانه‌ګانو اداره وایي چې "د نړیوالو د معتبرو لابراتوارونو په منځ کې د ریفرنس لابراتوار په توګه ثبت شوی."

د خارګ پټرولیم کیمیاوي شرکت هم په دې ټاپو کې فعالیت کوي، د دې موخه دا ده چې د نفتو د استخراج پر مهال د ګازو سوځولو مخه ونیسي او هغه پر ارزښتناکو محصولاتو بدل کړي.

د دې شرکت تولیدات عبارت دي له: میتانول، ګندله، پروپان، بوتان، او نفتا (ګاسولین).

خارګ ټاپو له ۸ زرو څه زیات نفوس لري او په کې د اسلامي آزاد پوهنتون د سمندري علومو او ټیکنالوژۍ څانګه شته. دې پوهنتون کې د تېلو او سمندري چلن زدکړې ورکول کېږي.

د ایران-عراق جګړې پر مهال د ایران له خامو نفتو ۹۰ سلنه صادرات د خارګ ټاپو له لارې ترسره کېدل. همداسې، عراق پر دې کوچني ټاپو ۲۸۰۰ بریدونه کړي دي. د ایران او عراق د جګړې په جریان کې د تېل ایستونکو ډېره برخه په خارګ کې هدف ګرځول شوې وه.

په ۱۳۹۹ کال کې د خارګ ښاروالۍ شورا د لیندۍ پر ۱۵ مه د "هالنډي استعماري ځواکونو د خارګ څخه وتلو" او د "سردار رنجبر د شهادت کالیزې" په مناسبت د خارګ ورځ وګرځوله.

د خارګ ټاپو ستراتیژیک او اقتصادي اهمیت ته په کتو، چې د ایران د نفتو د ذخیره، بارولو او صادراتو تر ټولو مهم مرکز دی، په مختلفو تحلیلونو کې دا ټاپو د ایران د توغندي بریدونو په ځواب کې د اسرائیلو د احتمالي اهدافو په توګه یاد شوی.