تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ایران نوي مذهبي مشر په خپله لومړۍ وینا کې د هرمز تنګي بندولو ژمنه وکړه
د ایران د نوي مذهبي مشر مجتبی خامنهيي له قوله ویل شوي، چې ایران به د هرمز تنګي لاره تړلې وساتي، چې نړۍ ته د تېلو لېږد یوه خورا مهمه سمندري لاره ده.
د هغه پیغام د ایران دولتي ټلویزیون خپور کړ، خو خامنهيي پر سکرین څرګند نه شو، بلکې پیغام یې د خبر ویاند ولوست.
په بیان کې ویل شوي، چې ایران به د هغو ایرانیانو د وینې غچ واخلي چې له امریکا او اسرائیل سره په جګړه کې وژل شوي دي.
دغه راز په بیان کې ګاونډیو هېوادونو ته خبرداری ورکړل شوی چې د امریکا پوځي اډو ته نور ځای ور نه کړي.
مجتبی خامنهيي له هغه وروسته د ایران د نوي مذهبي مشر په توګه وټاکل شو، چې پلار یې علي خامنهيي د جګړې په لومړۍ ورځ ووژل شو.
مجتبی خامنهيي خپله مېرمن او یو زوی د امریکا او اسرائیل په هغه برید کې له لاسه ورکړل چې د مذهبي مشر پر استوګنځي وشو او پلار یې پکې ووژل شو. راپورونه وایي چې مور یې هم په برید کې وژل شوې وه، خو وروسته یوې ایراني رسنۍ وویل چې ښايي هغه ژوندۍ وي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، چې د یو نامعلوم ایراني چارواکي له قوله خپور شوی، ویل شوي چې خامنهيي ''لږ ټپي'' شوی و، خو نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
نوموړی له هغه راهیسې په عام محضر کې نه دی لیدل شوی او تر اوسه پورې د مذهبي مشر کېدو وروسته د هغه هېڅ تصویر یا ویډیو نه ده خپره شوې.
د ایران د دولتي ټلوېزیون خبري چېنل هغه ته د ''رمضان جګړې یو تجربه کار'' ویلي دي، خو دا لا نه ده معلومه چې ایا هغه په جګړه کې ټپي شوی و که نه.
په لومړي عام پیغام کې چې هغه ته منسوب شوی، خامنهيي ویلي چې ایران باید د هرمز تنګي د بندولو ''چاره'' وکاروي، ځکه دا هغه سیمه ده چېرته چې ''دښمن ته ډېر زیان رسېدای شي''.
مجتبی خامنهيي وايي، ایران به په سیمه کې د امریکا پوځي اډو په نښه کولو ته دوام ورکړي.
هغه وايي، تهران له ګاونډیو هېوادونو سره د ''دوستۍ'' تګلاره لري، خو هغوی ته یې خبرداری ورکړ چې د امریکا پوځي اډې وتړي.
هغه وویل:
''موږ له ۱۵ ګاونډیو هېوادونو سره د ځمکې یا سمندر له لارې پولې لرو او تل مو هڅه کړې چې له ټولو سره تاوده او رغنده اړیکي ولرو.''
هغه زیاته کړه:
''دا هېوادونه باید خپل دریځ روښانه کړي چې زموږ د هېواد پر ضد له یرغلګرو او زموږ د خلکو له وژونکو سره څه ډول چلند لري.''
هغه وویل:
''زه هغوی ته مشوره ورکوم چې دا پوځي اډې ژر تر ژره وتړي.''
د ایران نوي مشر د ''ماشومانو پر وړاندې د جرمونو'' یادونه هم وکړه، لکه ''د میناب پر ښوونځي کې قصدي برید''، چې د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا پلټونکي باور لري چې امریکايي ځواکونو په تېروتنه د ایران په سوېل کې یو ښوونځی په نښه کړ، چې یوې پوځي اډې ته نږدې یې موقعیت درلود.
خامنهيي وویل، هغه د ایران د مذهبي مشر په توګه د ټاکل کېدو خبر د هېواد د دولتي ټلویزیون له لارې واورېد.
هغه وویل:
''ما د خبرګان رهبري شورا د رایې پایله ستاسو په شان هماغه وخت او د اسلامي جمهوریت له ټلویزیونه واورېده.''
له هغه څو ساعته وروسته، چې اسرائیل اعلان وکړ پر تهران یې د بریدونو نوې لړۍ پیل کړې، د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل، د ایران نوی مذهبي مشر د سپاه پاسداران ځواک ''ګوډاګی'' دی او ''نه شي کولای په عامه توګه خپل مخ ښکاره کړي''.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، کله چې له هغه د خامنهيي او حزب الله مشر نعیم قاسم په هکله وپوښتل شول هغه وویل:
''زه به د دې ترهګر سازمان د هېڅ مشر لپاره د ژوند بیمه صادره نه کړم.''
ایران ګواښ کړی چې د هرمز تنګي له لارې پر تېریدونکو بېړیو بریدونه کولی شي، چې دا لاره معمولاً د نړۍ د شاوخوا پنځمې برخې تېلو د لېږد مهمه لار ده.
د هرمز تنګي له لارې د تېلو ټانکرونو د تګ راتګ بندېدل او په خلیج کې د ایران لخوا پر ټانکرونو بریدونو د تېلو بیې په چټکۍ سره لوړې کړې دي.
د چهارشنبې پر ورځ تهران وویل چې نړۍ باید د هر بېرل تېلو لپاره د ۲۰۰ ډالرو بیې ته چمتو واوسي، او خبرداری یې ورکړ چې هر ټانکر چې د امریکا، اسرائیل او د هغوی د متحدینو پر لور روان وي، یو ''مشروع هدف'' بلل کېدای شي.
د انرژۍ نړیوال اژانس خبرداری ورکړی چې د تېلو نړیوال بازارونه اوس مهال ''په تاریخ کې له تر ټولو لوی عرضې ګډوډۍ'' سره مخ دي.