هزاره توکمه افغان لومړی وزیر: سلطان علي کشتمند څوک و؟

د لوستلو وخت: ۹ دقیقې

سلطان علي کشتمند د افغانستان په تاریخ کې په لومړي ځل یو هزاره او شیعه مذهبه لومړی وزیر و، چې د شوروي له یرغل وروسته یې په کابل کې په کیڼ اړخو حکومتونو کې د یوې لسیزې لپاره یې دغه څوکۍ سمبالوله.

ښاغلي کشتمند په دې هکله لیکلي: "که څه هم ما د دوی په راتګ کې هیڅ رول نه درلود او هغه وخت په زندان کې وم؛ خو په افغانستان کې د دوی د شتون په شرایطو کې، ما یوازې د خپل ګوند له مشرتابه سره کار کاوه او زما د لومړي وزارت د دویم پړاو پرمهال له افغانستانه د شوروي ځواکونه ووتل."

ښاغلي کشتمند په ۲۰۰۹ کال کې له بي بي سي سره په مرکه کې وویل:

"زه پر دې باور وم او یم چې د هیواد د اقتصاد له ښه کولو او د خلکو د ژوند د شرایطو له ښه کولو او په هیواد کې د فعال ګډون او بیارغونې لپاره د هغوی له جلبولو پرته، تلپاتې سوله او امنیت نه شي ټینګېدلی."

هغه د ۱۹۳۵ کال په پسرلي کې د کابل د چهاردهي په "سلطان جان" کلا کې زېږېدلی و. په ځوانۍ کې یې کشتمند تخلص غوره کړ.

"زه په ریښتیا د یو بزګر زوی وم او په لومړیو کې مې له کرنې سره سروکار و؛ په ځوانۍ کې مې چې نوي څه زد کول، نو د کشتمند تخلص مې خپل کړ او دا زما په کورني نوم بدل شو."

د ښاغلي کشتمند د کورنۍ ریښې "دای فولادي" هزاره ګانو ته رسېږي او د هغه په خبره، د غزني په اجرستان کې اوسېدل او د ۱۹ پیړۍ په وروستیو کې له هزاره ګانو سره د افغانستان د پخواني پاچا عبدالرحمن خان د جګړو پرمهال له خپل پلرني ټاټوبي څخه وشړل او په کابل کې استوګن شول.

په کابل کې سخت وختونه

د خپل ماشومتوب په هکله یې ویلي دي: "ما کار پیل کړ او د ځوانۍ په کلونو کې مې هم له خپل پلار سره په ځمکه کې کار کاوه، ما د غواوو په ساتلو، اوبخور یا پڼه کولو، لو، حاصلاتو ټولولو او درمند کې برخه اخیسته."

هغه لیکلي چې له سلطان جان کلا نه تر کوچېدو وروسته ورته د کورنۍ اقتصاد برابرول ډېر ستونزمن شول:

"خو د پلار په مشوره او د مور هڅونې سره ما او زما وروڼو ښوونځی پرې نښود. موږ شل کاله د کابل په مختلفو برخو کې په ۲۸ کرایه کورونو کې تېر کړل."

"زما پلار یو کوچنی دوکان درلود چې له عاید یې زموږ د ژوند لږ تر لږه لګښت برابرېده."

هغه تر څلورم ټولګي د چهار دهي په چهار کلا لومړني ښوونځي کې زدکړې وکړې او منځنۍ او ثانوي زدکړې یې د کابل په غازي عالي لیسه کې بشپړې کړې.

پخپله په دې هکله وايي: "غازي عالي لیسه زما لپاره یوه سیاسي مدرسه هم وه."

له سیاست او ببرک کارمل سره اشنايي

کشتمند له پخواني افغان ولسمشر ببرک کارمل سره هغه وخت ولیدل، کله چې هغه د لیسې زدکوونکی او کارمل هم له زندان خوشی شوی و. ببرک کارمل هغه وخت په کابل کې یو سیاسي فعال و.

ښاغلي کشتمند لیکلي چې ببرک کارمل ورته "د ورځنیو سیاسي مسلو د راپورته کولو باوري مرجع وه"

"له سیاسي مسلو د ګډ درک له مخې مې له ببرک کارمل سره اشنايي تلپاتې او د افغانستان د خلق ډیموکراتیک ګوند جوړېدو سره پیاوړې شوه."

په ۱۹۵۸ کال کې کشتمند د کابل پوهنتون په نوي تاسیس شوي اقتصاد پوهنځي کې شامل شو. په هغو کلونو کې په کابل کې د زدکوونکو جذباتي غورځنګ روان و.

"په دې کلونو کې زما سیاسي فعالیتونه لا څرګند او زما سیاسي پوهه او باور ډېر روښان شول. موږ له خپلو همکارانو سره یوځای د افغانستان د راتلونکي د ودې او ګوندي مسلو په اړه شپه او ورځ بحث کاوه. د دې مطالعاتو او سیاسي فعالیتونو په پایله کې د ببرک کارمل په مشرۍ د افغانستان د خلق ډیموکراتیک ګوند لومړنۍ هسته جوړه شوه.

په ۱۹۵۰ لسیزه کې، د کیڼ اړخو افکارو په اړه د ایران چاپ کتابونو بازار په کابل کې ګرم و.

کشتمند په ۱۹۶۱ کال کې له اقتصاد پوهنځي په دویمه درجه فارغ شو. هغه بیا د کانونو او صنایعو وزارت کارمن شو.

"په غازي لیسه کې او بیا په حقوقو او اقتصاد پوهنځي کې د زده کړې پرمهال مې د هغه وخت رسنیو ته د مقالو لیکلو او ژباړو سره او (د کور ښوونکي په ګډون) د ښوونکي دندې له لارې تر یوې اندازې له خپلې کورنۍ سره مرسته کوله.

د ۱۹۶۵ کال د اکتوبر په ۲۵مه له هغې پېښې یوه ورځ وروسته چې پکې نوي جوړ شوي افغان پارلمان ته نږدې د زدکوونکو د لاریون ځینې محصلان ووژل شول او ټپیان شول، کشتمند او طاهر بدخشي ونیول شول او لس ورځې یې په توقیف کې تیرې کړې:

"زموږ د نیولو دلیل روښان نه و، موږ نه زدکوونکي وو او نه هم په لاریون کې فعال ګډونوال."

د خلکق دیموکراتیک ګوند بنسټګر غړی

د افغانستان خلق ډیموکراټیک ګوند د ۱۹۶۵ کال د جنوري په لومړۍ نیټه د افغانستان د لومړي کیڼ اړخي ولسمشر نور محمد تره کي په کور کې تاسیس شو. سلطان علي کشتمند یې یو له بنسټګرانو و او د مرکزي کمیټې غړی یې وټاکل شو.

نور محمد تره کی د ګوند لومړی عمومي منشي او ببرک کارمل د منشي لومړی مرستیال وټاکل شو.

ګوند چې په دوو څانګو خلق او پرچم وویشل شو، نو کشتمند د کارمل په مشرۍ د پرچم په ډله کې شو. په ۱۹۷۷ کال کې د ګوند د دې دوو څانګو په یووالي سره هغه د ډیموکراتیک ګوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیرو د غړي په توګه وټاکل شو.

د غوايي ۷ کودتاه: له وزارته تر څرخي پله زندانه

د ۱۹۷۸ کال د اپریل په ۱۷مه د ډیموکراټیک ګوند د مخکښ تیوریسن میر اکبر خیبر له وژنې وروسته، د ګوند غړو د نوموړي په جنازه کې د حکومت پر ضد سختې خبرې وکړې، چې له امله یې له حفیظ الله امین پرته د ګوند ځینې مشران ونیول شول. نوموړي د هغه وخت د ولسمشر سردار محمد داود پر ضد کودتا پلان کړه.

ښاغلي کشتمند په خپلو یادښتونو کې لیکلي چې د هغه پر کور د امنیتي ځواکونو له چاپې مخکې وتللی و، خپل پټنځي کې د ثور د اوومې کودتا نه خبر او پوه شو چې ډیموکراټیک ګوند په عملي توګه واک ترلاسه کړی دی.

هغه وايي چې د کودتا له بریا وروسته یې د "انقلابي دندو بنسټیزې کرښې" په نوم پلان چمتو کړ.

کشتمند په خپلو یادښتونو کې لیکلي، په زندان کې خبر شو چې شوروي ځواکونو پر افغانستان یرغل کړی دی.

"د شپې څو ساعتونه تېر وو، چې ثریا پرلیکا په زوره چغه کړه چې د ظلم کور وران شو، امین له منځه لاړ."

ښاغلي کشتمند د ۲۰۰۴ کال د ډیسمبر په ۲۴مه د بي بي سي فارسي لپاره په یوه مقاله کې ویلي چې پر افغانستان د شوروي د یرغل موخه "د هغه وخت د شوروي اتحاد د سوېلي پولو له لارې د لوېدیځو هېوادونو د سیاسي او ایډیالوژیک نفوذ مخنیوی" و او "له همدې امله یې د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاسوهنې پر پای ته رسېدو ټینګار وکړ.

یوه لسیزه د افغانستان لومړی وزیر

کشتمند د ۱۹۷۸ کال په مۍ کې د پلان وزیر وټاکل شو، خو د دوو ډلو یانې خلق او پرچم ترمنځ اختلاف پسې چې پکې د پرچم مشران بهر ته واستول شول، نوموړی څلور میاشتې وروسته ونیول او د کابل څرخي پله زندان کې بندي شو، خو د ډیسمبر پر ۲۷ چې د شوروي ځواکونه کابل ته ننوتل د سیاسي بندیانو خوشي کېدو سره ازاد شو.

سلطان علي کشتمند د ۱۹۸۰ کال د جنورۍ له لومړۍ د ۱۹۸۱ کال تر جون، د انقلابي شورا د رییس، د لومړي وزیر مرستیال او د پلان وزیر په توګه دنده ترسره کړه.

هغه بیا له ۱۹۸۱ د ۱۹۸۸ کال تر مۍ میاشتې د افغانستان د لومړي وزیر په توګه دنده درلوده.

کشتمند د ۱۹۸۹ کال په فبروري میاشت کې له افغانستان د شوروي ځواکونو له بشپړ وتلو سره هممهاله د ډاکټر نجیب الله د ولسمشرۍ په دوره کې د دویم ځل لپاره د لومړي وزیر په توګه دندې ته راستون شو او پر دې دنده له ۱۶ میاشتو کار وروسته د ۱۹۹۱ کال په مۍ میاشت کې مرستیال ولسمشر وټاکل شو او شاوخوا پنځه میاشتې یې دا دنده ترسره کړه.

ښاغلي کشتمند د ۱۹۸۰ لسیزې په اړه چې دی پکې افغانستان لومړی وزیر و بي بي سي ته په یوه مقاله کې لیکلي و:

"له هغه وروسته مهمه دا وه چې افغانستان باید په طالب ډوله بنسټپاله ځاله بدل شوی نه وی او دویم دا چې فرصت بایللو او تخریب ته باید اجازه نه وی ورکړل شوې او د افغانستان د ودې او پرمختګ بهیر روان ساتل شوی وی. هغه بهیر چې په ۱۹۵۰ لسیزه کې پیل شو او تر ۱۹۹۲ پورې له ځینو لوړو ژورو سره کله نسبتا چټک او ځینې وختونه ورو روان و "

د پخواني شوروي ملاتړی کیڼ اړخی حکومت، چې ښاغلی کشتمند پې لومړی وزیر و، د بشري حقونو په سرغړونو، د کلیوالي سیمو په پراخه بمبارۍ او د سیاسي مخالفانو په شکنجه او اعدام تورن شوی دی.

"کشتمند د خپل قام لپاره نظریه درلوده"

د هزاره ګانو یو مشر محمد محقق د ښاغلي کشتمند د لومړي وزارت په اړه د خپلو خاطرو په خپل تازه خپاره شوي کتاب کې لیکلي:

" له خپلو شاوخوا ملګرو سره یې ... د خپل قام لپاره یوه مفکوره درلوده. سره له دې چې د خلقي حکومت د پایښت او پیاوړتیا لپاره یې کار کاوه، خو دا هڅه یې هم کوله چې هزاره ګان د حکومت یوه لویه ستن وي، د حکومت ملاتړ وکړي او د حکومت په چوکاټ کې ښه ځای ولري."

محقق زیاته کړې ده: "دوی هڅه کوله چې د خلق جمهوریت په چوکاټ کې د کورواک هزارستان حکومت جوړ کړي."

خو جنرال عبدالقادر، چې د غوايي د اوومې کودتا قومانده یې ور کوله، په خپلو خاطرو کې ویلي چې په هغه وخت کې هزاره ګانو هم "کشتمند نه تاییداوه. "

کشتمند په افغانستان کې د فدرالي نظام ملاتړی و. هغه په ۲۰۰۹ کال کې له بي بي سي سره په مرکه کې وویل:

"زه باور لرم چې په یوه فدرالي یا اتحادي نظام کې، د ولسواکۍ، ازادۍ او قانوني برابرۍ، د تبعیض له منځه وړلو او د بشري حقونو د رعایت، په هېوادنیو اوسیمه ییزو چارو کې د ملي ګډون او په افغانستان کې د ټولنیز عدالت د پرځایښت لپاره غوره او ډیر فرصتونه برابرېدی شي."

همدارنګه د ۱۴۰۰ کال په وري میاشت کې چې له طالبانو سره د پخواني حکومت د سولې خبرې روانې وې، هغه "د سولې په هکله پوښتنلیک" په نوم یوه مقاله کې وویل چې په ۱۹۷۳ کال کې د سردار داود د ولسمشرۍ پرمهال:

"په هغه وخت کې، د ریاستي نظام د پلوي ځواکونو او د پارلماني نظام د پلوي ځواکونو او د افغانستان د فدرالي کولو ترمنځ سخته مبارزه روانه وه."

ښاغلي کشتمند زیاته کړې چې په شپېتمه لمري لسیزه کې، چې دی د افغانستان لومړی وزیر و، "حکومت د هېواد د سیاسي سیسټم د فدرالي کولو مسله په خپلو پلانونو کې نیولې وه او د شالید او مثال په توګه یې د هزارستان لپاره د کورواکۍ پوښتنلیک راپورته کړ. دا چې ولې د هزاره ګانو لپاره لومړی ګام پورته کېده: ۱. د کولو لپاره یې د مثال په توګه زمینه برابره وه او ۲. له هزاره ګانو د تاریخي تبعیض او بې عدالتۍ لېرې کول، چې د دوی اوږدمهاله او بنسټیزه غوښتنه وه او د خپلې کورواکۍ لپاره لویې قرباني ورکړې وه."

سلطان علي کشتمند د ۱۹۹۲ کال فبروري میاشت کې په کابل کې په یوه برید کې ټپي خو ژوندی پاتې شو او د رغیدو لپاره یې بیا بیا جراحي عملیات وکړل.

سلطان علي کشتمند په ۱۳۴۵ کال کې له کریمه کشتمند سره واده وکړ او دوی څلور زامن او لوڼه لري.

له ۱۹۹۲ کال راهیسې یې په بریتانیا کې له خپلې کورنۍ سره د سیاسي کډوال په توګه ژوند کاوه او د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۱۳مه د لندن په یوه روغتون کې د ۹۱ کلونو په عمر مړ شو.