تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روژه: هر ماښام د افغانستان په لر او بر کې بېلابېلې ورزشي لوبې او د مینهوالو ساتېری
د روژې میاشتې له پیله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې رنګارنګ ورزشي لوبې روانې دي چې زرګونه نندرچیان ورځي.
د دغه لوبو یې مشهورې د والیبال، فوټبال، فوټسال او کرېکټ دي. موږ په همدې اړه په څو ولایتونو کې له لوبغاړو سره خبرې دي.
د افغانستان په هلمند کې د لوبو مینهوال او مسولان وايي، په دې ولایت کې د فوټسال لوبې سیالۍ له نورو مخکې دي.
د هلمند د فوټسال کمېټې استازي صدیق الله صدیقي بيبيسي ته وویل، "د روژې له پیله په هلمند کې د فوټسال سیالۍ پیل شوې چې ۲۸ لوبډلې پکې لوبېږي."
د ښاغلي صدیقي په ټکو، په سږنۍ روژه کې د نورو لوبو ترڅنګ اته ځایه د فوټسال سیالۍ روانې دي.
رمضان جام
له همدې هلمنده، په مرکز لښکرګاه کې د کرېکټ (رمضان جام) لوبې هم کېږي، خو دا لوبې د کرېکټ له نورمال لوبې په بله بڼه دي او ورته جېم کرېکټ وايي.
د جېم اکاډیمۍ مسول نقیب الله بارکزی وايي "په جېم کرېکټ کې دواړه لوبډلې شپږ- شپږ لوبغاړي لري چې په سرپټې اکاډیمۍ کې ترسره کېږي."
ښاغلی بارکزی وايي، لوبې په مرکز لښکرګاه کې دي چې لس لوبډلې پکې لوبېږي.
هاخوا په سووېل ختیځ خوست کې د نورو کالونو په څېر سږکال هم د روژې له پیله د رمضان جام سیالۍ پیل شوې دي. دغه سیالۍ یوازې په ښار کې نه بلکې ولسوالیو کې هم کېږي. ډېری یې له روژهماتي وروسته پېلیږي او د شپې ترناوخته دوام کوي.
د شیخ زاید والیبال جمنازیوم څښتن اسماعیل سالار وايي، ټول کال پر یې پر لوبغالي د والیبال سیالۍ کېږي او د روژې په راسېدو د "روژې جام" پیلېږي. هغه وایي، "په دې سیالیو کې تر ۳۰ لوبډلې لوبېږي او هره شپه مینهوال له لوبو خوند اخلي."
له روژهماتي وروسته د لوبو مینهوال د خپلې خوښې سیالیو ته ورځي او د دوی په خبره له سره یې وخت ښه تېرېږي.
خوست کې د کرېکټ یو ځايي لوبغاړی احسان ګربز وايي، د نورو ولایتونو مېلمانه لوبغاړي هم ورځي او له لوبو ډېر خوند اخلي.
بل لوبغاړی ګوهر ارمان وايي، روژه کې د ورځې لوبې یو څه ستونزمنې دي نو له ماښام وروسته لوبغاړو او تماشهچیانو ته لوبې یوه ښه ساعېری دی.
د خوست د اولمپیک امر عطاءلله کډوال وايي، سږکال روژه کې د فوټبال، والیبال او کرېکټ سیالۍ کېږي.
ښاغلی کډوال زیاتوي، "د روژې له پیله لوبې هم پیل شوي دي ځو ځينې یې د روژې تر پایه نه خلاصېږي ځکه لوبډلې ډېرې دي."
د خوست د اولمپیک مسولان وايي، په دې ولایت د ورزشي کمپلکس د جوړېدو چارې هم روانې دي چې په دې سره به ورزش لاپسې پراخ شي.
ننګرهار کې هم پر سپینغر کرېکټ لوبغالي د رمضان جام شل اووریزې لوبې روانې دي او هره شپه د کرېکټ مینهوال ورځي.