تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د لاجوردو پر تاریخي لار د افغان توکو صادرات پیل شول
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بيبيسي، لندن
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
افغانستان کې د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له ترکیې سره د لاجوردو له تاریخي لارې د مسقیمې سوداګرۍ د پیل اعلان کړی دی.
د یاد وزارت ویاند حکمت الله اصفي بيبيسي ته وویل " د یکشنبې پر ورځ د افغانستان اته صادراتي محمولې د تورغونډۍ له بندره د لاجوردو پر لار لومړی ترکمنستان اوبیا ترکیې، سعودي عرب، امریکا، آسټرالیا او هالنډ ته ولېږدول شوې." د معلوماتو له مخې د افغانستان په صادراتو کې وچه مېوه، مربا، بخار دېګونه او د څښاک انرژۍ شاملې دي.
د ښاغلي آصفي له قوله د یکشنبې پر ورځ په اتو کانتینرو کې بار ۱۸۰ ټنه توکي ځای پر ځای شوي وو.
د معلوماتو پر بنسټ په لېږل شویو توکو کې له وچو میوو او مصالحو ډک دوه کانټینره امریکا او دوه هغه یې اسټرالیا ته صادر شوي.
د افغانستان په مشهور بخار دېګو او وچو میوو درې بار کانتینرې سعودي عرب ته وړل کېږي او په وچو میوو یوه بله بار لارۍ به هالنډ ته لېږدول کېږي.
چارواکو ویلي دا لېږد به هره ورځ دوام ولري او پلان دی چې هره ورځ درې یا څلور کانتینره توکي له دې لارې صادر شي.
د طالبانو حکومت په سیمه کې جګړه ییز وضعیت ته په کتو دا لار غوره بدیل بللی دی.
د لاجوردو لارې تاریخي شاه لید او مسیر
د لارجوردو لار چې ګومان کېږي، افغانانو ۲۰ پيړۍ پخوا کارولې، اروپايي مارکیټونو ته د افغان سوداګریزو مالونو د لېږد یوه مناسبه لاره بلل کېږي.
د دغې لارې بیا احیا په موخه په ۲۰۱۷م کال کې افغانستان، ترکمنستان، ګرجستان،ازربایجان او ترکیې داسې هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې به یې افغان توکي د منځني اسیا او ترکیې له لارې اروپايي هېوادونو ته رسول کېږي.
په ۲۰۱۸م کال کې پخواني افغان ولسمشر محمد اشرف غني لویدیځ هرات ولایت کې د لاجورد لار پرانیسغونډه کې د دغې لارې بیا جوړیدو موخه دا بللې وه چې افغانانان باید د یوې لارې بندیدو له کبله د لوږې له ګواښه ووځي او باید دا هېواد سوېلي اسیا له منځنۍ اسیا او اروپا سره ونښلوي.
دا تاریخي لار د افغانستان او ترکیې تر منځ د مخامخ سوداګرۍ زمینه برابروي.
د لاجوردو لار له افغانستان، ترکمنستان، آذربایجان او ګرجستانه تېرېږي او ترکیې ته رسېږي. په ټوله کې د لاجوردو له لارې سوداګري د څو بندرونو څخه په استفادې ممکنه ده داسې چې سوداګریز مالونه لومړۍ د هرات له تورغونډۍ بندره تر ترکمن باشي بندره په توکو بار لارۍ رسېږي، له دې وروسته کاسپین بحیرې ته ځي او د اذربایجان باکو بندر ته رسېږي. د ګرجستان له لارې ترکېې ته او له دغې ځایه مخکې اروپايي مارکېټ ته د افغان سوداګرو د لاسرسي مهمه لار بلل کېږي.
د څيړونکو په باور دغې لارې ته د لاجوردو لار ځکه وايي چې زرګونه کاله پخوا به د افغانستان ګرانبیه ډبرې او لاجورد په دې لار اروپا، روسیې او ان افریقا ته لېږدول کیدل.
په ننګونکي چاپیریال کې د افغان سوداګرۍ حال
د افغانستان او پاکستان شخړې او پر ایران د اسرائیلو او امریکا بریدونو او روانې جګړې لکه د نورې نړۍ افغانستان هم اغېزمن کړی دی. دې ټولو ته په کتو افغان سوداګر سږنی کال ډېر ننګونکی بولي او د میلیاردونو ډالرو پانګونې د بې برخلیکۍ خبره کوي.
تېر اکتوبر کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ترینګلتیا له پیل سره د افغان سوداګرو ۱۵ زره کانتینره کراچۍ کې بند شول، اوس په سیمه کې بلې جګړې د دغو مالونو د لېږد نوې پیدا شوې بدیلې لارې هم تړلې خو سوداګرو بيبيسي ته ویلي اوس یې د جبل علي له لارې د لېږد هڅه کېږي.
د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې ویلي له دغو مالونو یې شاوخوا شپیته سلنه د کراچۍ له بندره وېستل شوي او ځینې یې د بندر عباس او چابهار بندر له لارې افغانستان ته رسېدلي وو.
د یادې خونې مسول خان جان الکوزي د یکشنبې پر ورځ بي بي سي ته وویل د جګړې له کبله اوس دغو مالونو ته د چابهار او بندر عباس له لارې هم د لېږد اجازه نه ورکول کېږي.
ښاغلی الکوزی په داسې ننګونکي وضعیت کې د لاجوردو لار یو ښه بدیل بولي او وايي چې د ایران لارې بندیدو سره یې لارې د سوداګرۍ د دوام هیله مندۍ شته.
ښاغلی الکوزی وايي ' دا لار له پخوا وه خو سوداګرو ډېره نه ده کارولي ځکه چې له نورو مسیرونو اوږده وه.'
افغانستان چې له بحر سره نه دی وصل او دا مهال پرې بحر ته نېږدې ډېرې لارې تړل شوې دي، کاسپین بحیرې او ترکیې ته د رسېدو لپاره یې دا لار مهم ګام بلل کېږي.