یوناما: د پاکستان هوايي برید کابل کې څلور ملکي کسان وژلي؛ مجاهد وايي‌ بې‌ځوابه به پاتې نه شي

د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تائید کړه، چې د پنچشنبې او جمعې ترمنځ پر شپه پاکستان یو ځل بیا د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون یو شمېر سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس د پیغامونو یوه لړۍ کې لیکلي، چې دغه بریدونه د کابل، کندهار، پکتیکا، پکتیا په ګډون ''ځینو نورو برخو'' کې شوي دي.

د ښاغلي مجاهد په پیغام کې راغلي په دې بریدونو کې ''په ځینو ځایونو کې یې ملکي کورونه ویشتي چې ښځې او ماشومان یې شهیدان کړل او په ځينو ځایونو کې یې تشې دښتې او خالي ځایونه په نښه کړې دي.''

د طالبانو حکومت ویاند زیاته کړې، چې دوی ''دغه جنایت او ښکاره تېری په کلکو ټکو غندي'' او دا چې ''دغه ظلم به بې ځوابه پاتې نشي.''

هغه مشخصآ‌ د هدف ګرځول شویو سیمو نومونه او د اوښتې مرګژوبله شمېر نه دی خپور کړی.

د طالبانو حکومت دغه برید کې د څلور ملکي کسانو د وژل کېدو او ۲۰ نور د ټپي کېدو خبر ورکړی.‌

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم ویلي، چې د پاکستان د تېرې شپې برید په کابل کې ملکي خلکو ته مرګژوبله اړولې ده.‌

دغه بنسټ پر خپله اېکس پاڼه یوه خپاره کړي پیغام کې لیکلي چې د کابل د څرخي‌پله سیمه کې یې د تېرې شپې د هوايي برید پایله کې "د ښځو او ماشومانو په ګډون یې د ۴ کسانو مړینه او ۱۴ نورو ټپي کېدل مستند کړي دي."

د ملګرو ملتونوو مرستندویه پلاوي همدا راز یو ځل بیا د لا زیاتې ملکي‌ مرګژوبلې مخنیوي‌ لپاره د خصومتونو د سملاسي‌ درېدو غوښتنه کړې ده.‌

د یادونې ده چې په افغانستان کې د یوناما مرکزي دفتر هم د کابل ختیځ‌ خوا پلچرخي سیمې او ننګرهار ته پر غځېدلي‌ سړک پروت دی.

د طالبانو حکومت دفاع وزارت نن سهار اعلان وکړ چې هوايي ځواکونو یې د 'پاکستان پوځي رژیم' د تېرې شپې هوايي‌ بریدونو په غبرګون نن سهار د خیبرپښتونخوا کوهاټ کې د پاکستاني پوځيانو 'ستراتېژیک نظامي مرکز او تاسیسات' په نښه کړي دي.

دغه وزارت یوه اعلامیه کې دا ادعا هم کړې چې پر دې سربېره یې د دغه ورڅېرمه "د ډیورنډ کرښې د جګړې د قوماندې مرکز او د پوځي قلعې د قوماندان دفتر" هم په 'دقیق ډول' هدف ګرځولی او دا چې "درانه ځاني او مالي زیانونه" یې ور اړولي دي.‌

هممهاله د خیبرپښتونخوا له کوهاټه هم پر خواله رسنیو د دغو بریدونو څو ویډیوګانې خپرې شوې دي.

په یوې ویډیو کې ښکاري‌ چې له یوې سیمې لوګي پورته کېږي او غږېدونکي کسان پکې د کېنټ یا پوځي‌ مرکز د هدف ګرځېدو یادونه کوي.‌

بي‌بي‌سي په خپلواک ډول د دغو ویډيوګانو د ثبتېدو ځای او وخت نه شي تاییدولی.‌

د پاکستاني هوايي ځوکونو په کابل او نورو ولایتونو کې د تېرې شپې بریدونه تر هغې څو ساعته وروسته وکړل د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي وویل، هغه پلاوی چې په دې وروستیو کې افغانستان ته تللی و، د پاکستان د حکومت د رسمي هڅو برخه نه وه.

هغه زیاته کړه چې د پاکستان پوځي عملیات به دوام وکړي، چې د ده په وینا د هغو وسله‌والو ډلو د بریدونو مخه ونیسي چې له افغانستانه د پاکستان پر ضد پلان کېږي.

پاکستان ته نږدې رسنیو هم راپور ورکړی چې په دې بریدونو کې د کابل پلچرخي په سیمه کې د طالبانو پوځي مرکزونه په نښه شوي او د پاکستان هوايي ځواک په جلا توګه د کندهار د قول‌اردو قرارګاه هم بمبار کړې ده.

'د توپچي ډزو له کبله ملکي خلک وژل شوي'

په وروستیو اوونیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی. د طالبانو چارواکو مخکې ویلي وو چې د افغانستان په ختیځ کې د پاکستان د توپچي او هاواني بریدونو له امله څو ملکي کسان وژل شوي دي.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د پنجشنبې پر ورځ وویل چې په خوست کې د پاکستاني ځواکونو د هاوان او توپچي ډزو له امله د کوچیانو د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي.

بل لور د کړکېچ له زیاتېدو سره سره د جګړې کمولو لپاره دیپلوماتیکې هڅې هم روانې دي. د رویټرز خبري اژانس د پنجشنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې چین په وروستیو اوونیو کې د کابل او اسلام‌ اباد ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کړې دي، او ان د چین ولسمشر شي جین ‌پینګ له لوري د جګړې د کمولو پیغام هم پاکستاني چارواکو ته رسېدلی دی.

په همدې حال کې د پاکستان دان ورځپاڼې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند طاهر اندرابي له قوله لیکلي چې هغه پلاوی چې په دې وروستیو کې افغانستان ته تللی و، د پاکستان د حکومت د رسمي هڅو برخه نه وه او دا سفر په ''غیر رسمي ظرفیت'' ترسره شوی و.

اندرابي ټینګار کړی چې اسلام‌ اباد د افغانستان په اړه له چین سره د دوه‌اړخیزو او درې‌اړخیزو خبرو اترو په چوکاټ کې په اړیکه کې دی او د دوی اصلي اندېښنه دا ده چې له افغانستانه پاکستان ته د وسله‌والو بریدونه کېږي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند وروستیو څرګندونو په هکله څه نه دي ویلي، خو په تېر کې یې په تکرار سره د پاکستاني چارواکو دې ډول څرګندونو ته غبرګون کې ویلي، دوی په پاکستان کې دننه د امنیت ټینګولو مسوولیت نه لري.

د طالبانو حکومت چارواکي وايي، پاکستان باید خپل کورني مسائل پخپله حل کړي او په وینا یې د خپلو ناکامیو پړه دې پر افغانستان نه اچوي.