تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په پاکستان کې د طالبانو حکومت ډرون بریدونه اسلام آباد ته په څه مانا دي؟
د کابل او اسلام آباد تر منځ د ترینګلتیا پر دوام افغانستان کې د طالبانو حکومت په پرلپسې ډول د پاکستان پر بېلابېلو ځایونو، له ډلې یې ان په اسلام آباد کې د "بریالیو ډرون بریدونو" ادعاوې کړې. پاکستان په لومړیو کې په داسې بریدونو ډېر نه غږېده، خو د جمعې ورځې له ډرون حملو وروسته یې نه یوازې د دغې بریدونو د ناکامولو ادعا وکړه بلکې د ځينو ولسي وګړو ژوبلېدل یې هم ومنل.
د پاکستاني پوځ ادعاوې په خپل ځای خو د طالبانو حکومت د دغو بریدونو د زیان کچه ډېره ښیي چې له ورایه یې د ځينو کړیو اندیښنې رامنخته کړې دي.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د دغو بریدونو غندلو تر څنګ ویلي "افغان طالبان له سرو کرښو اوښتي."
نوموړي پر اېکس پاڼه یوه خپاره شوې پیغام کې ویلي "موږ به د خپلو وګړو په نښه کول ونه زغمو او د خپلو خلکو دفاع کوو."
پاکستان کې د مارچ په ۱۳ د طالبانو حکومت لخوا په راولپنډۍ، کوهاټ او کوټه کې څو ډرون بریدونو ته د سختو غبرګونونو وروسته هم افغانستان کې د طالبانو حکومت له هغه دریځه نه دی په شا شوی چې وايي د 'هر تېري غچ به اخلي.'
د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د یکشنبې پر ورځ یو ځل بیا اعلان وکړ چې د" رد الظلم عملیاتو په لړ کې یې د وزیرستان په واڼه سیمه کې د پاکستان د پوځ یو مرکز په نښه کړی دی."
د طالبانو حکومت دا په افغانستان د تېرې شپې بریدونو غچ اخېستونکي عملیات بللې او پاکستاني پوځ ته یې د ځاني او مالي زیانونو اړولو ادعا کړې.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي ادارې یا (ای اېس پي آر) که څه هم د ډرون بریدونو د شنډولو خبره کوي، خو وايي د داسې بریدونو موخه دا ده چې په خلکو کې وېره خپره شي.
دغې ادارې دا نه دي ویلي چې کوهاټ، کوټه او راولپنډۍ کې کوم ځایونه په نښه شوې دي خو دومره یې ویلي چې دا عام ډرونونه وو او پر وخت له کاره وېستل شوي دي.
بلخوا افغانستان کې د طالبانو حکومت ادعا کړې چې ځواکونو یې د جمعې پر شپه فیض آباد ته نږدې د پاکستان مهم پوځي کمپ "حمزه" په نښه کړی دی. د طالبانو حکومت دفاع وزارت پر اېکس پاڼه خپره شوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې دې بریدونو کې یې پاکستان ته پراخ زیانونه اړولي دي.
له دې ټولو سره پوښتنه دا ده چې ایا افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان تر لویو ښارونو جګړه غزولې؟ د پاکستان دا دریځ چې طالبان له سرو کرښو اوښتې څه مانا لري؟ او دا چې ایا افغان طالبان د پاکستان په لویو ښارونو کې د لویو بریدونو وړتیا لري که نه موږ یې په اړه له یو شمېر افغان او پاکستاني شننونکو سره خبرې کړې دي.
خو له هغې مخکې دې ته ګورو چې د طالبانو حکومت د پاکستان پر وړاندې له کومو چاودېدونکو ډرونونو کار اخلي؟
د بيبيسي افغانستان د حقیقت موندنې څانګې څېړنې ښيي چې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په روانه جګړه کې له پاکستان سره، له دوه ډوله بېپیلوټه الوتکو چې ځینې یې ځانمرګي ډرونونه هم بولي او کواډکوپټرونو(هغه ډرونونه، چې د څلورو پروپیلرونو (پلو) په مرسته الوتنه کوي) کار اخیستی دی.
اوکرایین کې یو پوځي کارپوه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، بي بي سي ته وویل، "د طالبانو رژیم ښايي پخپله د بېپیلوټه الوتکو د پرزو د جوړولو وړتیا ونه لري، خو د دې شونتیا ډېره ده، چې دغه پرزې له چین وپېري او هلته یې سره راټولې او وتړي."
د هغه ډرون پاتې شوی ماشین چې د طالبانو حکومت پرې پر پاکستان برید کړی، ښيي چې ورته هغه په بازار کې شاوخوا ۲۵۰ ډالره نږدې (۱۵ زره افغانۍ) بیه لري.
د روی ګارډنر په خبره د کامیکازي ډرونونو د جوړولو لګښت عموماً شاوخوا ۷۰۰ امریکايي ډالره، چې نږدې ( ۴۵ زره افغانۍ ) کېږي.
د ټیکنالوژي د برخې یوه افغان کارپوه چې نه غواړي نوم یې راپور کې یاد شې، بيبيسي ته وویل چې دا ډرونونه د درېیو دلیلونو له مخې د رادار له څاره خوندي او پټ پاتې کېږي: وړه اندازه، ټیټه ارتفاع کې الوتنه او درېیم یې فایبري بدنه ده.
"دا د پاکستان لپاره لوی ټکان و"
د افغان چارو یو څیړونکی سمیع یوسفزی وايي د طالبانو حکومت چې د پاکستان خلاف له کومو ډرونونو کار اخلي هغه د ویډيو جوړولو او څار لپاره کارېږي چې په مارکېټ کې په اسانه پیدا کېږي.
له بي بي سي سره خبرو کې ښاغلي یوسفزي وویل دا ډرونونه د جمهوري نظام له وسله والو ځواکونو سره وو چې له پرځېدو وروسته یې د طالبانو لاس ته ورغلل.
د هغه په ټکو داسې معلومات یې هم ترلاسه کړي چې د طالبانو حکومت د دغو ډرونونو د لا اغېزمنتیا او لېرې واټن کې هدف وېشتلو په موخه ځینې مسلکي کسان هم پیدا او ګومارلي دي.
ښاغلی یوسفزی د داسې معلوماتو خبره هم کوي چې "افغانستان کې د طالبانو حکومت په داسې توغندیو کار کوي چې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ کیلومتره واټن وهلی شي."
نوموړی وايي د پاکستان خلاف د داسې ډرونونو کارول پاکستان ته لوی ټکان ورکړ. "په ښکاره خو دغو حملو ښايي ډېر زیان نه وي اړولی خو دا د افغان طالبانو سخته زړورتیا ښیې چې د پایلو پرواه یې ونکړه او د پاکستان بېلابېل ښارونه یې په نښه کړل."
له دې مخکې افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت ویلي وو چې که کابل ویشتل کېږي په بدل کې به یې اسلام آباد په نښه کوي او داسې ښکاري چې طالبانو همداسې وکړل او تر اسلام آباده ورسېدل.
وړمه اونۍ له طلوع نیوز سره په مرکه کې د طالبانو حکومت د دفاع وزير ملا محمد یعقوب مجاهد ویلي وو چې افغانستان جګړه نه غواړي خو که دوی (پاکستان) یې غزول غواړي دوی تر لسو کالونو هم چمتو دي او څه وېره نه لري.
پوښتنه دا ده چې د افغانستان ډرون تر اسلام آباده څنګه ورسېدل؟
د دفاعي چارو یو څېړونکی ډاکټر حسن عسکري رضوي وايي د پاکستان دفاعي ځواکونو که څه هم دا ډرونونه وغورځول خو یوه جدي پوښتنه دا ده چې ډرونونه تر اسلام آباده څنګه ورسېدل؟
له بي بي سي سره خبرو کې ښاغلي حسن رضوي وویل، "د افغانستان پوله له اسلام آباده ډېرې لېرې ده بلکې کوټه او کوهاټ هم لېرې دي خو بیا هم دا ډرونونه ور رسېدلي او په لاره کې نه دي غورځول شوي."
د ده په ټکو "طالبان د پاکستان د ننه د سترو پوځي بریدونو وړتیا نه لري د دوی ستر ځواک ځانمرګي بریدونه او د بنسټ پاله ډلو ملاتړ دی."
سمیع یوسفزی بیا وايي، طالبان چې په کوم ډاډ د هر برید د غچ خبره بدرګه کوي داسې ښکاري چې "له دوی سره ښايي سلګونه داسې ډرونونه وي او لا نور هم چمتو کوي."
نوموړی وايي پاکستان اوس ښايي فکر کوي چې که هند هم په دې جګړه کې د افغان طالبانو کومک ته ودانګي نو څه به کېږي؟
ښاغلی یوسفزی وايي، "په پیل کې هند دغې ترینګلتیا ته د استاد او شاګرد د جګړې په نظر کتل خو اوس چې افغان طالبان د پاکستان خلاف څه کوي هند هم فکر کوي چې افغانستان کې د طالبانو حکومت په خلاص زړه د پاکستان خلاف میدان ته دانګلي دي."
د یادونې ده چې د هند د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې، "د پاکستان بریدونه غندلي او ټينګار یې کړی چې په دې حملو کې ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې."
د یکشنبې پر ورځ بیا د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د هند پر دریځ سخت غبرګون ښکاره کړ او دا یې "له منافقته ډک" دریځ وباله.
ډاکټر حسن عسکري رضوي وايي چې ده ته داسې نه ښکاري چې دا جګړه دې ژر ختمه شي ځکه په ټکو یې پاکستان په افغانستان کې د لا عملیاتو پر دوام ټينګار کوي او بلخوا افغانستان کې د طالبانو حکومت هم پر دې دریځ ټینګ ولاړ دی چې دوی به د پاکستان هېڅ خبره نه مني.
کارپوهان وايي چې د منځني ختیځ د جنګ له امله د ترکیې، قطر او چین په څېر هم دې جګړې ته د پای ورکولو لپاره نه راوړاندې کېږي، ځکه نو په سم لاسي ډول ددې جګړې د بندیدو امکان نه ښکاري.